
ایکنانیوز راپور راکړ، ؛ایکر سکلادونوک؛ د حضرت امام حسین علیه السلام د حرم په زیارت کولو سره د اسلام د دین په باب خپلې لاس ته راوړنو په باب وائي ؛ هغه مهال چې د امام حسین(ع) زیارت مووکړ، نو په خپل باطن کې مو یو شی وموند چې زه ئې د اسلام دین منلو ته وهڅولم او دې ته ئې اړم کړم چې پوهه شم، امام حسین څوک دی،هغه جنګ چې د امام حسین په ضد وشو ،څرنګه جنګ ؤ،د هغه کورنۍ څوک وه او هغه د شیدو بچی څوک دی او هغه مصیبتونه چې د جنګ په اوج کې پر دوي تیر شول څه دي.
ددغه نوی مسلمان شوي اوکرایني ښاریز په دوام کې ووئيل؛ کله عراق ته راغلم ،نو حقیقي اسلام مو دلته وموند چې له نورو اسلامونو سره ئې توپیر درلود، هغه مهال چې دلته حسینی او عباسي عتبات مقدسه او نورو زیارتونو ته ورغلم ،نو ډير لوي توپير مو ولید، حقیقي انسان مو دلته وموند چې د خپلو مشاهداتو له لارې زما زړه ته وارد شو. همداراز په هغو اطلاعاتو سره چې دلته مو ترلاسه کړل، متوجه شوم چې عراق د اهل بیت علیهم السلام دعلومو په واسطې سره د اسلام مرکز دی.
هغه په دوام کې وائي، له دغو ډيرو لږو اطلاعاتو سره متوجه شوم چې اسلام ددغو زیارتونو له لارې یو نړیوال دین شوی دی او همداراز پوهه شوم چې ددغه ځاي پاک زړه لرونکي خلک له نورو هغو خلکو سره چې په اوکراین کې دي ،فرق کوي او همدې موضوع زه وهڅولم چې د اسلام دین او داهل بیت علیهم السلام مینې ته مخه کړم
هغه بیا وائي چې کله د امام حسین علیه السلام زیارت څخه مشرف شوم،نو پخپل باطن کې مو یو شی وموند چې زه ئې د اسلام دین منلو ته وهڅولم او زه ئې دې ته اړکړم چې پوهه شم امام حسین (ع)څوک دی، هغه جنګ چې د امام حسین په ضد وشو، څرنګه جنګ ؤ، دهغه کورنۍ څوک وه او هغه د شیدو بچی څوک دی او هغه مصیبتونه چې د جنګ په اوج کې دوي باندې تیر شوي څه دي.
دغه تازه مسلمان شوی اوکراینی مخکې وائي، مونږ اوس په اوکراین کې له جنګ کړیږو. څومره هیله مو کوله چې هلته هم د امام حسین(ع) په شان په عظمت سره او یو قدرتمند کس موجود وائ څو حلک ئې د حقیقي دین له حقیقتونو سره آشنا کړي وائ،خو داسې شخصیّت نه لرو چې د مونږ لپآره حقیقي لاره وښئ. له دې امله مو هلته ښکاره کمزوري مشاهده کړه. هلته هغه شان جنګ چې د امام حسین(ع) په ضد وشو، نه دی رامینځةشوی،البته هلته داسې کسان شته چې ددین په نسبت جاهل دي. مونږ اوکراینیان په یوه مسیحي هیواد کې ژوند کوو او زمونږ زړونه پاک دی او هیڅ کینه نه لرو،زه له حقیقی اسلام او د شیعیانو له اسلام سره آشنا شوم او د خدای د رسول (ص)له خپلوانو څخه مو اهل بیت علیهم السلام وپيژندل.دغه نامه چې دوي په دې نامې سره پيژندل کیږي، یوه ډيره هوشمندانه نامه ده ،ځکه چې دوي د اسلام دین ساتلی دی.

هغه په دوام کې ووئيل، زه د حضرت عیسی علیه السلام په باب پوهیږم چې وژل شوی نه دی او خداوندمتعال هغه خپلې وآخوا ته بیولی دی یا ئې څوک دهغه په شکل جوړ کړی او مونږ پوهیږو چې مسیحیّت د نورو دینونو په نسبت د اسلام دین ته ترټولو نزدې دین دی؛ همداراز پوهیږو چې په آخرالزمان کې یو کس ظهور کوي،البته نه یم خبر چې هغه کس څو ک دی او له چا پيروي کويیا دغه کس چرته بیرته ستنیږي.
هغه په پآی کې وائي چې د مسیحیّت په دین کې یوه داسې تفکر شته چې وائي یو کس دی چې دنړۍ په پاي کې ظهور کوي او نړۍ ژغوري، ورباندې حکومت کوي او حق له باطلو جلاکوي.هماغه شان چې پوهیږئ زمونږ په هیواد کې ډير خلک شراب څښي او هلته هیڅ دیني ارشادات نشته، خو ما په عتبات مقدسه کې د شتون په وخت اوهغه مهال چې اسلام سره لیواله شوم ،نو هغه کس مو وپيژند او پوهه شوم چې دغه کس څوک دی. هغه امام مهدي او د اهل بیت علیهم السلام له کورنۍ څخه دی.
https://iqna.ir/fa/news/4225423